افغانستان کې د کرونا ويروس د خطر زنګ: يوې شپې - ورځ کې ۱۵۶۶ مثبتې پېښې او ۳۰ مړي 

روهي (دوه نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د افغانستان عامې روغتيا وزارت نن دوشنبه د غبرګولي مياشتې لسمه نېټه اعلان کړی چې په تېرې يوې شپې ورځ کې هېواد کې د کرونا ويروس ۱۵۶۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت شمېرې ښيي چې په دې موده کې ديرش کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي او همدا ډول د ۱۸۱ کسان بېرته رغېدلي دي. 

د تېرې ورځې پېښو په ثبت سره افغانستان په کرونا ويروس د ټولو ککړو کسانو شمېر له درې اوويا زره واوښت او همدا ډول نېږدې درې زره کسان تر اوسه ترې مړه شوي دي.