د حمد الله  محب څرګندونو ته د بابر فرهمند ګوت - نېونه

روهي (دوه نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د عبدالرشيد دوستم نېږدې کس او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا لومړي  بابر فرهمند د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب وروستيو څرګندونو ته ګوتنېونه کړې ده. 

عنایت الله بابر فرهمند وايي چې حکومت له سیاسي څېرو سره مشورې کړې دي او د دغې شورا د صلاحیتونو څرنګوالي په اړه د ځينو چارواکو څرګندونې نا سمې دي.

د نوموړي دغه خبرې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته وې چې ویلي یې و، د دولت عالي شورا به یوازې د سولې په چارو کې فعالیت ولري. 

خو د ملي روغې جوړې عالي شورا یو ځل بیا  ټينګار وکړ چې د دولت عالي شورا به نه یوازې د سولې بلکې د امنیتي مسایلو او د افغانستان د بهرنیو سیاستونو په رابطه هم پرېکړه کوونکې وي.