دوستم مخکېني ولسمشر حامد کرزي ته د دوه کسانو نومونه ورکړي چې يو ورڅخه د فارياب والي وټاکل شي 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د فاریاب د والي پر سر د اختلافونو او اعتراضونو په لړ کې، د مارشال دوستم لور او زوی د فاریاب له ځينو استازو سره په یوې غونډه کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د فارياب لپاره د حکومت له خوا له ټاکل شوي والي محمد داود لغماني سره عبدالرشيد دستم مخالفت وښوود او خپل ملاتړي يې وهڅول چې د نوموړي پر وړاندې لاريونونه وکړي. 

اوس مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ او عبدالرشيد دوستم ترمنځ د همدې مسالې پر بنسټ ژور اختلاف را پورته شوی دی. عبدالرشيد دوستم ته نېږدې سرچينو ويلي دي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هڅې  چې د دوستم او حکومت ترمنځ منځګړېتوب وکړي او ستونزې حل کړي. 

د اختلافونه په داسې وخت کې راپورته شوي دي چې د ولسمشر غني په فرمان د عبدالرشيد دوستم زوی د حکومت د سولې مرکچي پلاوي او لور يې د مشرانو جرګې غړي دي. 

له دې وراېخوا د عبدالرشيد دوستم يو شمېر نېږدې کسان له بشير احمد ته ينج، قدرت الله او يو شمېر نور يې د کابينې غړي هم دي.