دوی له طالبانو ډېر ګواښونکي او خطرناک دي 

روهي (يوه نۍ/۹ د غبرګولي)، د اې بي سي نيوز په نوم يوې بهرنۍ رسنۍ د افغانستان په اړه په يوې تازه نشر شوې لېکنې کې له بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د وضعيت د خرابېدو په اړه اندېښنې خپرې کړې دي. د حکومت او يو شمېر نامتو څېرو له خوا د ملېشه ځواکونو رامنځ ته کول په دې نوم چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي د خپلو کسانو وسله وال کېدل؛ دا ښايي چې دغه مېلشې به له طالبانو ډېرې خطرناکې او ګواښونکې وي. 

 ولسي پاڅون کوونکي او د يو ځينو جهادي قومندانانو او سياسي څېرو له خوا د طالبانو پر وړاندې د يو شمېر کسانو وسله وال کېدل هغه اندېښنې دي، چې د افغانستان راتلونکی به واګواښي. 

دغه رسنۍ د افغانستان د ملي امنيت د پخواني مشر رحمت الله نبيل څرګندونې هم راخېستي دي، چې حکومت يې د غير قانوني ملېشه جوړونې په هڅو تورن کړی او دا يې له قانون وړاندې چاره بللې. 

اې بي سي نيوز د افغانستان په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو د استازي بلقيس روشن خبرې راخېستي دي چې د ملېشه وو په اړه يې کړې دي. روشن ويلي دي چې څوګ به دا ضمانت وکړي چې دغه وسله وال کسان به قانون ته درناوی وکړي او د قانون په رڼا کې په  فعاليت وکړي؟ حکومت د خپلو ګټو په پار د ملي امنيتي ځواکونه پر ځای مېلشې جوړوي. 

دغه رسنۍ ته د هرات د ولايتي شورا مشر کامران عليزي ويلي دي چې حکومت د خلکو ستونزو ته پام نه کوي؛ همدا لامل دی چې خلک د طالبانو پر خوا ورځي او د هغوی ملاتړ خپلوي. 

رحمت الله نبيل اې بي سي نيوز ته ويلي دي چې د ايران، پاکستان او روسيې په شمول يو شمېر نور هېوادونه د افغانستان يو شمېرې نامتو څېرې دې ته هڅوي چې ملېشه ځواکونه جوړ کړي او ياد هېوادونه له دې لارې د خپلو ګټو په پار افغانستان کې د يوې بلې نيباتي جګړې چمتوالی نيسي.