تېره يوه شپه - ورځ او افغانستان کې کرونا ويروس: ۲۵ مړه او ۹۲۹ تازه پېښې ثبت شوي دي

روهي (يوه نۍ/۹ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت اعلان کړی دی چې په تېرې يوې شپې ورځ کې هېواد کې د کرونا ويروس ۹۲۹ تازه مثبتې پېښې ثبثت شوي دي او همدا ډول په ياده موده کې ۲۵ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. 

که څه هم د روغتيا وزارت په غوښتنه له پرون ورځې راهيسې د دوه اوونيو په پار د پلازمينې کابل په شمول ۱۶ ولايتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي دي، خو بيا د تازه پېښو شمېرې لوړې دي. 

افغانستان کې د کرونا ويروس د دريمې څپې د مبثتو پېښو شمېر بې سارې دی. په لومړي ځل تېره اوونۍ د دريمې څپې په شروع کې ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبت چې اندېښنې يې راپورته کړي دي.