سانپېټربورک کې د افغان سوداګرو سهامي شرکت دوه‌ورځنۍ ناسته وشوه

د روسیې په ستر سوداګریز ښار سانپېټربورک کې له افغان سوداګرو سره په روسیه کې د افغان سوداګرو سهامي شرکت په بلنه د روسیې یوه دولتي لوپوړي چارواکي په ګډون دوه‌ورځنۍ ناسته ترسره شوه.

په روسیه کې د افغان سوداګرو ترمنځ د مشترکو ګټو، معیاري او قانوني سوداګرۍ په موخه د افغان سوداګرو د انسجام او یو سهامي شرکت د اړتیا لپاره له تېرو څلورو کلونو کوښښونه روان دي، چې تر دې دمه ۳۰ تنو سوداګرو په دغه سهامي شرکت کې پانګونه کړې ده.

په سانپېټربورک د یاد سهامي شرکت دوه‌ورځنۍ ناسته چې له مسکوه پلان شوې وه، په همدې موخه جوړه شوه، چې د روسیې په مهم سوداګریز ښار سانپېټربورک کې له افغان سوداګرو سره د مشترکو ګټو، قانوني او معیاري سوداګرۍ په موخه همغږي رامنځته شي او په روسیه د افغان سوداګرۍ د ودې، قانوني او معیاري کېدا په موخه افغان سوداګر د یو قانوني سهامي شرکت او اقتصادي ادرس ملاتړ وکړي.

یادې ناستې دوه ورځې دوام درلود، چې په لومړۍ برخه کې یې د روسیې دولتي یوه لوړ پوړي چارواکي هم ګډون درلود.

یاد مقام افغان سوداګرو ته وویل، چې افغان سوداګر دې یوازې یو قانوني ادرس رامنځته کړي، د روسیې دولت هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته تیار دی. د نوموړي نیوکه دا وه، چې په روسیه کې افغان سوداګرو په بېلا بېلو نومونو او ادرسونو اتحادیې لري، په همدې خاطر د روسیې دولت یې ملاتړ ته چندانې زړه نشي ښه کولی. 
 


میرویس ویال چې تر ډېره د دغه سهامي او قانوني ادرس مخکښ دی او د سهامي شرکت طرحه یې وړاندې کړې ده، غونډې ته وویل، چې افغان سوداګر په روسیه کې په ناقانوني او فردي توګه له چین او نورو هېودادونو مالونه راوړي، له همدې امله د لومړي لاس مال اخیستو نه هم محروم دي او هم په ګمروکونو کې ډېرې پیسې ورنه مصرفېږي او هم په فردي توګه له سترو کمپنیو مال نشي اخیستی.

د نوموړي په وینا افغان سوداګر پر ځای د دې چې له کمپنۍ مال واخلي، همغه مال په بازار کې اخلي، سربېره پر دې یې په انتقال کې هم خنډونه رامنځته کېږي او قېمته هم تمامېږي. 
 


د ویال په خبره که په روسیه کې افغان سوداګر د روسیې له دولت سره په همغږۍ د مشترکو ګټو پر بنیاد یو قانوني ادرس چې د سهامي شرکت بڼه ولري رامنځته کړي او خپله سوداګري قانوي او معیاري کړي د افغان سوداګرو غوښتنو او پوښتنه ته هم ځواب ویلی شي او هم به د افغان سوداګرو په میاشت کې میلونونه پیسې خوندي شوې وي.

په لومړۍ ناسته کې څه د باندې لس تنو سوداګرو برخه اخیستې وه او د سهامي شرکت د طرحې هرکلی یې وکړ. 

د ناستې په دویمه ورځ هم څه باندې ۱۵ تنو سوداګرو ګډون درلود؛ په سانپېټربورک کې مېشت سوداګر ډاکټر معصوم شینواري د آنلان او انټرنېټي بازار په اړه مالومات ورکړل. 

ډاکټر شینواري وویل، په روسیه کې افغانان په دودیزه بڼه سوداګري کوي او له نوې معیاري سوداګرۍ سره بدلتیا نه لري. دا هغه عوامل دي، چې هم افغان سوداګر ډېر زحمت وباسي او هم ګټه کمه وکړي.

د شینواري په خبره په سهامي شرکت کې افغان سوداګر له نوې سوداګرۍ سره د بلدتیا په موخه روزل کېدای شي.

ډاکټر شینواري وویل په نړۍ کې لویو کمپنیو او شرکتونو په لومړیو کې د سهامي شرکتونو په بڼه فعالیتونه پیل کړي دي او اوس په ټوله نړۍ مالونه او اجناس لري.
 


د هغه په خبره په روسیه کې به د افغانانو ترمنځ یو سهامي شرکت د افغانانو سوداګري ډېر ژرآنلاین، قانوني، آسانه او معیاري کړي.

ورپسې د افغان سوداګرو سهامي شرکت د تخنیکو چارو دوو مخکښو روسانو الګ ګولووینکو او دیمه شلپین د سهامي شرکت د آنلاین سیسټم او انټرنېټي وېبپاڼې په اړه پرېزېنټېشن وړاندې کړل. 

میروس ویال چې د ناستې د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه هم ویل، د افغان سوداګرو د مشترکو ګټو پر بنیاد یې د سهامي شرکت له لارې د افغان سوداګرۍ د معیاري او قانوني کېدای او په ټوله کې د یو سهامي شرکت پر طرحه لکچر وړاندې کړ.

ویال وویل چې تر دې دمه په دغه سهامي شرکت کې ۳۰تنو سوداګرو پانګونه کړې ده او دغه شمېر به نور هم لوړ شي.

د نوموړي په خبره پدې سهامي شرکت کې د لیکلي قرداد له مخې پانګوال سوداګر به د سلنې له مخې په ګټه او تاوان کې یو ډول شریک وي.

په روسیه کې د افغان سوداګرۍ د قانوني او معیاري کېدا لپاره د روسیې له دولت سره په همغږۍ د افغان سوداګرو له خوا د یو سهامي شرکت لپاره له تېرو څلورو کلونو هڅې روانې دي، چې پدې ورستیو کې زیاتې شوې دي.
 


د دغه شرکت د طرحې په اړه د روسیې په دولتي ژورنال «رېګیونی رسیي». کې د افغان سوداګرو میروس ویال، ډاکټر معصوم شینواري، ډاکټر نېک ویال، شفقت الله اکبري، ډاکټر میر ابوالقاسم حسیني، ډاکټر شاه محمد ګویا، رسول خان سندزی، سعید بائر، حفیظ الله ازګر، عبدالمنان غریبمل او محمد علي محمدي لخوا «په یوالي کې هم واک شته او ځواک» تر عنوان لاندې د یوې مقالې له خپرېدو وروسته د روسیې دولتي لوړپوړي چارواکي د افغان سوداګرو په بلنه د دغه سهامي شرکت د سانپېټربورک ناسته کې برخه واخیسته. د دغه شرکت د طرحې په اړه مقاله د روسیې په دولتي ژونال کې په لاندې تړوني  لوستلی شئ.
 
https://www.gosrf.ru/mirvajs-viyal-my-vmeste-a-znachit-my-sila