له لومړي پيل بيا تر نن؛ افغانستان کې د کرونا ويروس رېکارډ 

روهي (جمعه/۷ د غبرګولي)، په افغانستان کې په لومړي ځل د کرونا ويروس ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې د عامې روغتيا وزارت او عامو خلکو اندېښنې يې راپورته کړي دي. 

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو د اړوند په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د کرونا ويروس ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبثت شوي دي او همدا ډول په يادې مودې کې ۱۸ کسان د دغه  ويروس له امله مړه شوي دي. 

عامې روغتيا وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې تېر کال د کرونا ويروس په لومړۍ څپه کې تر ټولو ډېرې پېښې ۹۱۵ ثبث شوې وې او تېره ورځ د ۹۷۷ پېښو ثبثت بې سارې شمېرې او د کرونا ويروس چټکا خپرېدا ښيي. 

د عامې روغتيا وزارت په دې خبرپاڼه کې  چارسمبال وزير ډاکټر وحيد مجروح له خلکو غوښتي دي، چې کورونو کې پاتې شي او روغتيايي لارښوونې پلې کړي.