طالبانو ته د صلاح الدين رباني خبرداری 

روهي (جمعه/۷ د غبرګولي)، د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت ګوند يوې برخې نن ورځ کابل کې د دوی د يو پخواني وژل شوي قومندان جنرال داود د مړينې تلين غونډه رابللې وه. 

ناستې ته په وينا کې صلاح الدين رباني ويلي دي چې د دوی د مقاومت دويم نسل د تېر په پرتله ډېر جګړې ته چمتو دی او د نوموړي په خبره چې له هېواد به دفاع وکړي. 

نوموړي وړاندې زياته کړې، "طالبان بايد پوه شي چې د تېر په پرتله د مقاومت نسل باور ډېر شوی؛ د هېواد د ازادۍ او عدالت لپاره به مبارزه کوي." 

نوموړي د حکومت پر کړنو هم نيوکې کړې دي او ويلي دي چې يو شمېر دا ادعا کوي چې فلاني هېواد يې يوازې (منزوي) کړ خو په حقيقت کې دوی افغانستان منزوي کړی دی. 

صلاح الدين رباني د امريکا ځواکونو د بشپړو وتلو په غبرګون کې ويلي دي چې  د امريکا د حکومت دغه پرېکړې طالبانو ته دا احساس ورکړی دی چې د دوی د امريکا پر وړاندې بريا خپله کړې ده.