لوییډ اسټن: شونتيا دا ده چې ښايي له ټاکلې نېټې وړاندې له افغانستان خپل پوځيان وباسو 

روهي (جمعه/۷ د غبرګولي)، که څه هم ولسمشر جوبايډن د همدې کال د سپټمبر مياشتې تر يوولسمې نېټې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د بهر کېدو ويلي دي، خو د امریکا دفاع وزیر لوییډ اسټن وايي، ښايي تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.

لوييډ اسټن زياتوي، "د سرتېرو د اېستلو بهیر له پلان سره سم روان دی، په حقیقت کې ان لږ وړاندې. موږ هغه ماموریت بشپړ کړ چې تر سرولو لپاره یې افغانستان ته لېږل شوي وو او زه پرې ویاړم."

لوییډ اسټن له افغانستان له مهال وېش وړاندې د ځواکونو بشپړېدو په تړاو نور څه ونه ویل، خو څرګندونې یې د دفاع وزارت یا پنټګان د تېرې سې شنبې له هغه رپوټ سره همغږې وې چې وايي، د ځواکونو اېستلو بهیر یې وار مخکې له شپاړس سلنې تر پنځویشت سلنې بشپړ شوی دی.