پاکستان کې د امريکا د پوځي اډو په اړه افغانستان کې د شته امريکايي ځواکونو غبرګون 

روهي (څلور نۍ/۵ د غبرګولي)، افغانستان کې  بهرنيو ځواکونو وياند سوني لاګېټ هغه راپورونه بې بنسټه او دروغ بللي دي چې ګواکي امريکا پاکستان کې پوځي اډې جوړوي. 

طالبانو هم د سيمې له هېوادونو غوښتي دي چې امريکا ته په سيمه کې د پاتې کېدو فرصت برابر نه کړي. دوی نن ورځ به يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې که پاکستان داسې وکړي نو دا به يو ستر تاريخي شرم وي. 

له بلې خوا بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود هغه خبرې رد کړي دي چې امريکا پاکستان کې پوځي اډې جوړوي؛ قريشي ويلي دي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت هيڅکله داسې کار ته اجازه نه ورکوي.