طالبان وايي چې که چېرې پاکستان په خپلې خاورې کې امريکا ته پوځي اډې ورکړي نو دا به ستره تېروتنه او تاریخي شرم وي

روهي (څلورنۍ/۵ غبرګولي)، وروسته له هغې چې د ډيورنډ کرښې هغه غاړې ته د امريکايي ځواکونو له خوا د پوځي اډو د جوړېدو راپورونه خپاره شول؛ طالبان يې هم پر وړاندې غبرګون ښوودلی دی. 

نن ورځ د طالبانو له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، که چېرې پاکستان په خپلې خاورې کې امريکا ته پوځي اډې ورکړي نو دا به ستره تېروتنه او تاریخي شرم وي. 

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان مسلمان ملت او مجاهدین به د داسې غلطو او اشتباه کوونکو کارونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي، بلکې خپل مذهبي او تاریخي مسوولیتونه به ادا کړي ؛ځکه، چې دوی تل د تاریخ په اوږدو کې ورسره مخ شوي دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې؛ مونږ څو ځله نورو ته ډاډ ورکړی، چې زمونږ ځمکه د هیچا د امنیت پروړاندې نه کارول کیږي، مونږ له نورو څخه هم غوښتنه کوو، چې د دوی ځمکه او هوایي فضا زمونږ د هېواد پروړاندې ونه کاروي او که داسې ګام پورته شي بیا به یې مسوولیت خپل وي.

له بلې خوا بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود هغه خبرې رد کړي دي چې امريکا پاکستان کې پوځي اډې جوړوي؛ قريشي ويلي دي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت هيڅکله داسې کار ته اجازه نه ورکوي.