بهسود ولسوالۍ کې د عليپور له خوا د افغان پوځ د غورځول شوې چورلکې په اړه د ولسي جرګې د تللي پلاوي راپور 

روهي (څلورنۍ/۵ د غبرګولي)، وروسته له هغې چې د ميدان وردګ ولايت په بهسود ولسوالۍ کې د عليپور په نوم د يو هزاره قومندان له خوا د افغان پوځ چورلکه رانسکوره شوه، ولسي جرګې سيمې ته د موضوع د څېړنې په پار پلاوی ولېږو. 

د ولسي جرګې د پلټونکي پلاوي په راپور کې ويل شوي دي، 
۱ـ  دغه چورلکه پر ټانک ضد رهبري شوي توغندیو لګېدلې، چې روسیې جوړ کړی؛ چین او ایران هم کاپی کړی دی.
۲ـ  د پېښې پر شپه د سپوږمۍ رڼا صفر وه او یوازې رهبري شوی توغندی پرموخه لګېدلی شي.
۳ـ  توغندی پر دودځي لګېدلی او داسې ښکاري، چې همغه تودوخه او د غږ حپې یې څارلی دی.
۴ـ  له دې مخکې هم ورته غندي د هوایي ځواک د چورلکو په رانسکورولو کې کارول شوی دي.
۵ـ  هغه سیمه، چې توغندی ترې پر چورلکه توغول شوی؛ هغه مهال د علي پور د اړوند کسانو تر څارنې لاندې وه.
۶- د دې پېښې پیلوټان ​​د هوایی ځواک هغه ترټولو غوره او تکړه کسان ول، چې د بالا مرغاب، بادغیس او د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون د بام  د ناستې په ماموریتونو کې یې برخه اخیستې وه.

د میدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ ته د ولسي جرګې د لېږل شوي پلاوي پلاوي غړی علي اکبري جمشيدي ویلي په دې اړه ویلي: زمونږ هڅه دا وه، چې د چورلکېد نسکورېدو په اړه رښتیا په ډاګه شي او په دې راپور کې پېښه پوره او هر اړخیزه څېړل شوې ده.