روغتيا وزارت: تېرو ۲۴ ګړيو کې ۲۴ مړه او د کرونا ويروس ۶۲۸ نوې پېښې ثبت شوي دي 

روهي (څلورنۍ/۶ د غبرګولي)، د عامې روغتیا وزارت نن اعلان کړی دی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۶۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ په دغې موده کې د کووېډ نولس ۲۴ ناروغان مړه شوی او ۲۶۰نور ناروغان بېرته روغ شوي دي.

نوې پېښې په کابل کې ۱۷۸، هرات کې ۱۳، کندهار کې ۸۹، بلخ کې ۳۴، ننګرهار کې ۳۸، تخار کې ۱۴، بغلان کې ۱۴، کندوز کې ۲۸، نیمروز کې ۱۵، پکتیا کې ۲۹، فاریاب کې ۱، پروان کې ۳۸، هلمند کې ۲۰، میدان وردګ کې ۳۲، بدخشان کې ۴، کاپیسا کې ۲۱، غزني کې ۷، لغمان کې ۱۶، پنجشېر کې ۱۹، ارزګان کې ۵، غور کې ۲، خوست کې ۱، فراه کې ۵ او سرپل کې هم ۵ پېښې ثبت شوې دي.

د میړنې پېښې هم  کابل کې ۹، هرات کې ۲، کندهار کې ۱، بلخ کې ۲، ننګرهار کې ۲، کندوز کې ۱، پکتیا کې ۱، هلمند کې ۱، کاپیسا  کې ۱، غزني کې ۱، لغمان کې ۱ او فراه  کې ۲ پېښې ثبت شوې دي.