ولسمشر غني افغان سېکانو او هندوانو ته: تاسو د هیواد په ځلانده تاریخ کې ډېر اوچت ځای لرئ

روهي (درې نۍ/۴ د غبرګولي)، محمد اشرف غني نن غرمه له هند څخه راستو شویو افغان هندوانو او سیکانو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. له هېواد تللي ۴۰ افغان سېکان او هندوان بېرته افغانستان ته راغلي. 

د ارګ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "جمهوررئیس دغو راستنو شویو افغان هندوانو او سیکانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تاسو د هیواد په ځلانده تاریخ کې ډېر اوچت ځای لرئ او هیله ده یو ځل بیا په هیواد کې د سوداګرۍ، هوساینې او همدلۍ لامل شئ. تاسو د افغاني ټولنې نه جلاکېدونکې برخه یاست."

جمهوررئیس د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په ننګرهار کې د بابانانک چینې تړون دې منځمهاله او پر بیارغاونې دې پانګونه وشي. د ګردېز زاړه ښارګوردواره دې خوندي او د بیارغاونې پروژو کې شامله شي. 

د هیواد جمهوررئیس عدلیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په ګډه دې د افغان هندوانو او سیکانو ټول عامه ځایونه تشخیص او له غصب او خرڅلاو څخه خوندي شي. 

جمهوررئیس د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په ننګرهار او کابل کې د افغان هندوانو او سیکانو د ښوونځیو ستونزه دې په دوه اونیو کې حل او ژر تر ژره دې بېرته پرانیزي او لوړو زده کړو وزارت دې د تېر په څېر د دوی د نومرو د اوسط سنجش ته پام وکړي.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې علومواکاډمي دې کوشاني څېړنیز مرکزکې د افغان هندوانو او سیکانو څېړنیز مرکز هم ورزیات کړي او په تقویم کې دې یوه ورځ د افغان هندوانو او سیکانو د فرهنګي ورځې په نوم درج شي.