سعودي عربستان کې پر اذان کولو محدويتونه

روهي (دوه نۍ/۲ د غبرګولي)، د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت د دغه هېواد ټولو جوماتونو ته امر کړی دی چې اذان او د جومات سره د لمونځ لپاره د اقامت غږ ټيټ کړي. ياد وزارت ويلي دي چې په سيمو کې چې ګڼ جوماتونه وي يوازې په محدودو جوماتونو کې په لوډ سپيکر کې اذان او اقامت کيږي. 
 
د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت دا هم ویلي دي چې د لوډ سپيکر غږ بايد ټيټ وي او په ډير لوړ سره په لوډ سپيکر کې اذان کول او اقامت ويل باندې جريمه او سزا ټاکل شوې ده. 
 
د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت د نوی قانون د نړۍ شمیر مسلمانانو غبرګونونه راپورته کړي او دا يې د اسلامي مقدساتو محدود ول بللي. 
 
سعودي عربستان په دې وروستيو کې د محمد بن سلمان په لارښوونو د ښځو برخه کې هم ډيری محدويتونه له منځه وړي او ازادۍ يې ورکړي دي.