د سيد الشهدا ښوونځي يوه ورکه زده کوونکې درې ورځې وروسته پيدا شوه

روهي (څلور نۍ/۲۲ د غوايي)، د کابل لویدیځ دشتي برچي سيمې اړوند د سيد الشهدا په نوم د نجونو ښوونځي يوه زده کوونکې نن له يو غره را پيدا شوې ده. 
 
عارفه نومي هغه زده کوونکې ده چې د سر په برخه کې ټپي شوې وه؛ د چاودنې په اورونو کې د ښوونځي سره نېږدې يو غر ته تښتیدلې وه او له کورنۍ ورکه وه.
 
دغه جینۍ د سيد الشهدا ښوونځي ترڅنګ يو غر ته تښتیدلې وه، هلته بې هوښه وه، دي وايي کله چې راپور ته شوم نو خوله مې له خاورو او ميږيو ډکه وه.
 
کابل کې پر سيد الشهدا ښوونځي بريد له اتيا ډير کسان ووژل او پراخه غبرګونونه يې وپارول.