رويټرز: ايران توانېدلی چې ۶۳ سلنه يورانيم بډايه کړي


روهي (څلور نۍ/۲۲ د غوايي)، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې په يو راپور کې ويلي دي چې ايران توانېدلی دی چې په تېرو څو کالونو کې ۶۳ سلنه يورانيم غني کړي. 

د يادې ادارې د راپور پر بنسټ ايران د يورانيمو په غني کېدو کې وړاندې تللی دی. د اټومي وسلې د جوړېدو لپاره يوازې ۲۰ سلنه يورانيمو ته اړتيا ده خو ایران په پټ ۶۳ سلنه يورانيم غني کړي دي، چې د پراخه اټومي وسلو په جوړېدو کې تر کار اخېستل کېدای شي. 
 
د ايران او لوېديځ ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ چې بيا په ۲۰۱۵ کې ټرمپ ورڅخه بېرون شو، ایران ته يوازې تر ۳ سلنه يورانيمو د بډايه کېدو اجازه ورکړل شوې وه، خو اوس مهال ايران څو ځلې وړاندې له ټاکلي حد تللی. 
 
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې د تېرې مياشتې په راپور کې ويل شوي وو چې ايران ۶۰ سلنه يورانيم غني کړي، خو د يوې مياشتې په تېرېدو سره دا شمېر ۳ سلنه نور هم زیات شوی او ۶۳ فيصدو ته رسېدلی دی.