روهي (دوه نۍ/۲ د غبرګولي)، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابينې ناسته تر سره شوه چې د کرونا ويروس د درېيمې څپې پر وړاندې د مبارزې پر کړنلارې او تياري په کې پرېکړې تر سره شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې لېکل شوي دي، چې د محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې نن د کرونا دریمې څپې سره د مبارزې پر چمتووالي د بحث ترڅنګ د عامه ساتنې ملي تصدۍ اساسنامه کې تعدیلات، د ۱۴۰۰ کال لپاره د دولت تقنیني پلان، د محصلینو د لیلیو مقرره او د روغتونونو د مالي او مدیریتي واکونو د زیاتوالي طرحه تصویب کړه.
له دې وړاندې تېره ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړو پر حکومت په دې پار نيوکې کړې، چې په تېره يوه مياشت کې يې د کابينې غونډه نه ده کړې او له امله يې پر چارو منفي اغېز شوی دی.
وروستي