د ولسمشر غني او ملي  دفاع وزير اسد الله خالد لېدنه 

روهي (دوه نۍ/۲ د غبرګولي)، ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد سره چې په بهر کې له درملنې څخه بېرته هیواد او خپلې دندې ته راستون شوی دی، وکتل.

جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزیر سره په لیدنه کې د نوموړي د روغتیایي حالت د پوښتنې پرمهال نوموړي ته د بشپړې روغتیا او په چارو کې د لا بریالیتوبونو هیله وکړه.

د يادونې ده چې اسدالله خالد له تېرو څو مياشتو راهیسې ناروغ وو او د ملي دفاع وزارت د سرپرستۍ چارې د پوځ لوی درستيز ياسين ضيا ته سپارل شوې وې.