۲۴ ساعتونو کې ۲۴ د مړينې او ۶۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوې 

روهي (دوه نۍ/۲ د غبرګولي)، افغانستان کې په تېرې يو شپې ورځې کې د کرونا ويروس ۶۲۸ تازه پېښې او همدا ډول ۲۴ د مړينې پېښې ثبت شوي دي. عامې روغتيا وزارت  شمېرې دا هم ښيي چې په دې موده کې ۲۶۰نور ناروغان رغېدلي هم دي. 

نوې پېښې په کابل کې ۱۷۸، هرات کې ۱۳، کندهار کې ۸۹، بلخ کې ۳۴، ننګرهار کې ۳۸، تخار کې ۱۴، بغلان کې ۱۴، کندوز کې ۲۸، نیمروز کې ۱۵، پکتیا کې ۲۹، فاریاب کې ۱، پروان کې ۳۸، هلمند کې ۲۰، میدان وردګ کې ۳۲، بدخشان کې ۴، کاپیسا کې ۲۱، غزني کې ۷، لغمان کې ۱۶، پنجشېر کې ۱۹، ارزګان کې ۵، غور کې ۲، خوست کې ۱، فراه کې ۵ او سرپل کې هم ۵ پېښې ثبت شوې دي.

د میړنې پېښې هم  کابل کې ۹، هرات کې ۲، کندهار کې ۱، بلخ کې ۲، ننګرهار کې ۲، کندوز کې ۱، پکتیا کې ۱، هلمند کې ۱، کاپیسا  کې ۱، غزني کې ۱، لغمان کې ۱ او فراه  کې ۲ پېښې ثبت شوې دي.