ټول - ټال شمېر يې ۲۶ مېلېونه ته ورسېد؛ هند کې تېرو ۲۴ ګړيو کې ۲۵۰ زره کسان په کرونا تازه اخته شوي 

روهي (دوه نۍ/۲ د غبرګولي)، هندوستان کې د کرونا وبا له امله په تېرې يوې شپې - ورځ کې نېږدې دوه نيم لکه کسان په دې ويروس ککړ شوي دي. ۳۷۴۱ کسان په ۲۴ ګړيو کې ورڅخه مړه شوي دي. 

د هندوستان د روغتيايي ادارو شمېرې ښيي چې په کرونا ويروس د ټولو ککړو کسانو شمېر ۲۶ نيم مېلېونه کسانو او د مړو شمېر درېيو لکو ته رسېدلی دی. 

اوس مهال د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله هندوستان کې په کرونا ويروس ډېر کسان ککړيږي او همدا ډول په ورځني ډول د مړينې پېښې په کې لوړې دي.