ولسي جرګې يې په اړه اندېښنه ښوودلې؛ يوه مياشت کيږي چې د کابينې ناسته نه ده ترسره شوې 

روهي (دوه نۍ/۲ د غبرګولي)، د ولسي جرګې يو شمېر غړو له دې امله پر حکومت نيوکې کړې دي چې له تيرې يوې مياشتې راهيسې يې د کابينې ناستې نه دي جوړې کړي. د وکيلانو په وينا چې په اوسني حساس وخت کې  د کابينې د ناستو نه جوړېدل پر چارو منفي اغېز شېندي. 

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې نظیفه یوسف وايي:"په ټاکلي وخت د کابینې ترسراوی حتمي او اړین دی، ځکه چې ټولې پرېکړې هلته کېږي."

د ولسي جرګې بل غړي عبدالرووف شپون هم وايي، "له ولسمشر نه غواړو چې بنسټیزو مسایلو ته پاملرنه وکړی او په دغه ټول وخت کې چې تاسې نه شی کولای کابینې غونډه جوړه کړئ، تاسې به څه ډول سیاسي اجماع رامنځته کړئ؟"

دا چې د کابينې ناستې چې په تېر کې هره اوونۍ د دوشنبې په ورځ جوړېدلې او ولي  اوس له يو څه ځنډ سره مخامخ شوي دي، حکومت يې تر اوسه په اړه مالومات نه دي ورکړي.