بابر فرهمند: له حکومت سره د دولت عالي شورا په برخه کې دوه ستر مخالفتونه لرو 

روهي (دوه نۍ/۲ د غبرګولي)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا مرستيال بابر فرهمند وايي چې يو شمېر سياسيون حکومت سره د مصالحې عالي شورا د جوړښت او صلاحيتونو برخه کې دوه ستر مخالفتونه لري. 

دی زياتوي، "د دولت عالي شورا د کار د پیل په هکله دوه ستر اختلافونه شتون لري، لومړی اختلاف د دولت عالي شورا د واکونو او پرېکړو په هکله دی او ټاکل شوې ده چې په کار پیل وکړي او بل اختلاف هم د دولت عالي شورا د ترکیب او د غړو د شمېر په هکله دی."

رسنيو ته رسېدلي نوملړ کې د دولت په عالي شورا کې د ولسمشر غني، امرالله صالح، سرور دانش، عبدالله عبدالله، حامدکرزی، عبدرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، میررحمان رحماني، فضل هادي مسلمیار او د  فاطمې ګیلاني، حسینې صافۍ، فوزیې کوفي او حبیبې سرابي نومونه لیدل کېږي.