د ولسمشرۍ ماڼۍ د بازرس ادارې مشرې غزال حارس له دندې لاس په سر شوه 

روهي (يوه نۍ/۱ د غبرګولي)، د ولسمشرۍ ماڼۍ د بارزس ادارې مشرې غزال حارس له خپلې دندې استعفا ورکړې. نوموړي پر ټوېټر دغه خبر خپور کړی او ویلي دي چې دوه ځلې يې له يادې دندې د استعفا غوښتنليک ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلی وو. 

نوموړي د خپلې استعفا لامل نه دی په ګوته کړی خو ويلي دي چې هيله لري ترڅو په نېږدې راتلونکي کې افغانستان کې د فساد پر وړاندې واحد مبارزه رامنځ ته شي. 

نوموړې دوه کاله وړاندې د بازرس ادارې مشره ټاکل شوې وه او ولسمشر غني  د يو فرمان پر بنسټ د کرونا ويروس پر وړاندې د ځانګړې شوې بوديجې لګښت هم دغه ادارې ته سپارلی وو.