مشرانو جرګې سپيناوي ته غوښتي وو؛ امنيتي مسوولين نه دي ورغلي  او وايي چې ارګ کې بوخت يو

روهي (يوه نۍ/۱ د غبرګولي)،  د مشرانو جرګې ځينې غړي وایي، وروستۍ یوه میاشت کې دا درېیم ځل دی، چې د امنیتي بنسټونو چارواکي سپیناوي ته نه ورځي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار وایي چې له ملي امنیت شورا یې یو پيغام ترلاسه کړی چې په کې ویل شوي امنیتي چارواکي په ارګ کې د بوختیا له امله په نننۍ غونډه کې ګډون نه شي کولای.

د مشرانو جرګې د غړو په وینا، ناسم مدیریت، د جګړې په ډګرونو کې پوځیانو ته پر وخت د امکاناتو نه رسېدل او دا راز په ادارو کې پراخ فساد د مخالفینو له لوري د پوستو او ولسوالیو د نیول کېدو سبب شوی دی.