فارياب کې لاريون وال: دغه ولايت ته دې والي ولسمشر نه بلکې د عبدالرشيد دوستم له خوا وټاکل شي 

روهي (يوه نۍ/۱ د غبرګولي)، لاریون والو غږ وکړ، چې عبدالرشید دوستم دې، د فاریاب د نوي والي په هلکه پرېکړه وکړي او ارګ ته د څو کسانو نوملړ واستوي، چې یو کس ترې غوره شي. 

د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو په دې هکله وویل:«هغه څوک چې د فاریاب د خلکو په غوښتنه وي او د مارشال صاحب په تفاهم وي په فاریاب کې دې والي وټاکل شي.»
 
د فاریاب نوي والي داوود لغماني له شپږو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د پوځ په یوه مرکز کې خپل کار پېل کړی دی. د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي د حکومت په دې پرېکړې سره پوځ په سیاسي اختلافونو کې ښکېل شوی دی چې ښه پایله به ونه لري.

د جنبش مشرتابه غړي خبرداری ورکوي که چېرې د سیاستوالو منځګړیتوب نتیجه ورنه کړي، د هېواد د شمال په شپږو نورو ولاتیونو کې به هم اعتراضونه پېل کړي.