پخوانی ولسمشر: د افغانستان د جګړې او سولې کيلي پاکستان سره ده 

روهي (يوه نۍ/۱ د غبرګولي)، پخواني ولسمشر حامد کرزي له المانۍ اشپیګل ورځپاڼې سره په مرکې پاکستان تورن کړی دی چې د جګړې له لارې افغانستان کې خپل نفوذ پراخه او ډېر کړي. 

کرزي پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې نه شي کولی د زور له لارې افغانستان کې خپلو موخو ته ورسيږي. پخواني ولسمشر ويلي دي، چې پاکستان به افغانان ووژني، بمونه پرې وکاروي خو بيا هم خپلو موخو ته رسېدلی نه شي. 

حامدکرزي يادې المانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي دي چې افغانستان باندې د بريتانيا، شوروي يووالي او امريکا تسلط پايله نه ده ورکړې او پاکستان هم بايد پردې پوهه شي. 

پخواني ولسمشر ويلي دي چې دا اوس مونږ د مقاومت د جوړېدو په درشل کې يو، پاکستان ته په کار ده يو دولت په ډول افغانستان سره اړيکې وپايلي. 

له دې وړاندې ولسمشر غني او د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب افغانستان کې د پاکستان پر سياستونو توندې نيوکې کړې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي توند غبرګون يې راپورته کړی وو.