حکومت د دولت عالي شورا د غړو نوملړ برابر کړی؛ خو دوستم، رباني او حکمتيار په کې ګوتڅنډه لري

روهي (يوه نۍ/۱ د غبرګولي)، د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ حکومت د دولت د عالي   شورا نوملړ چمتو کړی دی. ولسمشر محمد اشرف غني، امرالله صالح، سرور دانش، عبدالله عبدالله، حامد کرزی، عبدرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، صلاح‌الدین رباني، عطامحمد نور، میررحمان رحماني، فضل هادي مسلمیار، فاطمه ګیلانی، حسینه صافي، فوزیه کوفي  او حبیبه سرابي دغه نوملړ کې شامل دي. 

د دولت عالي شورا له جوړښت او راتلونکي صلاحيتونو سره يو شمېر سياسي څېرې لکه صلاح الدين رباني، ګلبدين حکمتيار او عبدالرشيد دوستم نيوکې او ملاحظات لري. 

د حزب اسلامي غړی حفیظ الرحمان نقي هم وايي:«که چېرې د دغو کسانو کمیت زیات شي او یا دا چې واک ورنه کړل شي، د دغې شورا وجودي او علمي مفهوم منتفي دی.»

له بلې خوا د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود څرګندوي:«د دولت عالي شورا په کاري حوزه کې ډېر بحثونه لري خو په لویه کچه لازمې مشورې شریکې کېږي او د هغه په مطابق وروستي ګامونه پورته کېږي.»