روغتيا وزارت: د کرونا ۴۰۶ تازه پېښې ثبت او په دې ويروس لس ککړ کسان مړه شوي دي 

روهي (جمعه/۳۱ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت نن د جمعې په ورځ ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس تازه ۴۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او همدا ډول لس کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. 

له دغه ۴۰۶ مثبتو پېښو يې کابل کې (۱۱۱)، کندهار کې (۶۵)، هرات کې (۱۴)، بلخ  کې (۱۸)، ننګرهار کې (۲۸)، تخار کې (۱۴)، کندز کې  (۱۹)، پروان کې (۲۴)، میدان وردک  کې (۲۲)، کاپیسا کې (۱۵)، دایکنډي کې (۱)، لوګر کې (۴۷)، پنجشیر  کې (۵)، کونړ کې (۱۰)، لغمان او خوست کې يوه يوه پېښه ثبت شوې ده. 

افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو ټول ټال شمېر له ۶۰ زره اوښتی چې ۵۵ زره کسان بېرته ترې رغېدلي دي او څه کم درې زره کسان له دغه ويروس مړه شوي دي.