سرچينې: طالبانو د وردګ ميدان ولايت جلريز ولسوالي ونېوله 

روهي (جمعه/۳۱ د غوايي)، ولسي جرګه کې د ميدان وردګ ولايت څخه د مهدي راسخ په نوم يو وکيل ويلي دي چې له څو ورځې محاصرې وروسته طالبانو جلريز ولسوالي نېولې ده. 

د نوموړي په وينا چې يو شمېر امنيتي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي دي؛ طالبانو د جلريز ولسوالۍ وداني او همدا ډول د امنيه قومندانۍ وداني په خپل کنټرول کې اخېستي دي. 

له بلې خوا تېره ورځ د لغمان ولايت څخه يو شمېر امنيتي مسوولينو رسنيو ته ويلي، چې د دغه ولايت دولت شاه ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده، خو ملي دفاع وزارت بيا د طالبانو له خوا د دولت شاه ولسوالۍ نېونه رد کړې ده.