حکمتيار: د هېواد د لويو مسايلو په اړه اته نفري شورا جوړيږي؛ زه، ولسمشر غني، کرزی،  محقق، خليلي، دوستم، رباني او يو طالب استازی به يې غړېتوب لرو 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د غوايي)، د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار وايي چې له ولسمشر غني سره د سياسيونو په لېدنه کې په دې پرېکړه شوې ده، چې د هېواد د لويو او ملي مسايلو په اړه به يوه اته کسيزه شورا جوړه شي. 

حکمتيار له اريانا نيوز سره په خپلې يوې مرکې کې ويلي دي، چې په خپله دی (حکمتيار)، ولسمشر محمد اشرف غني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د طالبانو له امارت يو استازی، محمد کريم خليلي، محمد محقق، صلاح الدين رباني او عبدالرشيد دوستم به د دغه شورا غړي وي. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې د اوسني حکومت ترڅنګ به د دولت عالي شورا رامنځ ته کيږي، چې د هېواد اغېز لرونکې سياسي څېرې او اغېزناک سياسي ګوندونه به په کې شامل وي. 

حکمتيار ويلي دي چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو او طالبانو سره د سولې خبرو په کېدو سره ولسمشر غني تيار دی چې واک يو بل انتقالي حکومت ته وسپاري. 

ګلبدين حکمتيار څو ورځې وړاندې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په منځګړېتوب د حامد کرزي په کور کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لېدنه وکړه. له دې  وړاندې حکمتيار له تېرو څو کالونو راهيسې د ولسمشر غني توند سياسي مخالف وو.