وریېځې د پاسه پرې دمه کیږي ، واورې په کې ټوليږي ، سیندونه ترې بهیږي ، سړې وږمې یې طبیعت تازه ساتي ، بوټي په کې زرغونیږي، ونې هم د رنګنیو ګلونه په کې غوړوي ، له لرغونې زمانې یې انسان په غېږ کې ژوند کړی دی ، خاطرې یې ورسره ملې دي ، حماسې یې منځ ته راوړې دي او همدا شان اسطورې یې ذهنونو ته سپارلې دي.
خو نېکمرغه چې دې نوموړې الهي ډالۍ پراخه برخه زموږ خاورې ته ورکړل شوې ده، د ځمکې هغه ساحې چې نسبي غونډیو ته لوړې وي، خوړتیا یې زیاته ده ، معمولا له ۶۰۰ مترو څخه لوړې وي ، په مختلفو دورو کې منځ ته راغلي وي ، له تخریب سره هم ملې وي ، که څه هم د بڼې ،کچې ، لوړوالي ، اوږد والي او نورو له مخې بېل دي خو تر نورو ځانګړنو یې ډېره بېله نومښودنه ده.
خبره مې پرګاوکش راټوله وه؛ هغه غر چې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کې د بېکسمند او ګوډه سیمو ترمنځ پروت دی چې د مرکزي چک حوزه له ګوډه حوزې څخه بېلوي ، په سیمه کې ښه څړځای بلل کیږي، د وحشي ژوو لپاره هم ښه پناخای دی ، غرني مرغان هم په کې وخت ناوخت لیدل کیږي ، یوه اندازه کرنیزې ځمکې هم په کې شته ده او پدې ورستیو کې یې له اوږې څخه د کابل ګوډه سرک هم تېر شوی دی.
د نوموړي نوم د نوم د څېړنې په موخه مې دې ته ورته دوه نورو نومونو ته سر ورښکاره کړی دی، لومړی یې د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ششګاو یا شجګاون په بڼه ترکیبي نوم دی چې د شج او ګاو یا ګاون نوم دی چې شج یې یخ او ګاو یې د ځای په مانا دی ، دویم یې د هندوکش نومونه ده ؛ چې د هند او کوش د دوه کلیمو په پیلو جوړ شوی اسم دی چې په ترتیب سره اوبه او غر یا دې لاسوند د لاښې پیاوړتیا لپاره هندوانه یا ابګینه هم راوړو.
د دواړو نومونو له پرتلنې څخه ورستاړو په جوړې دا نوم ( ګاوکش) رامنځ ته کیږي چې د (ځای غر ) نوم به د اوس وخت په پښتو ترې راووځي خودلته د فولکوریکي څېړنو پربنسټ د ځای غر به له دې مخې وي هرهغه څه چې په خپل ځای پاتې کیږي ،د وړلو وړ نه وي ، درانه او سخت وي ځایي یا جایي ورته وایي د لاښې څرګندتیا په پار د پښتو ژبې دا متل را اخلو وایي چې (تيږه پر خپل ځای درنده وي)، څرنګه چې دا غر د سیمې نورو غرونو ته بېلې ځانګړنې لري هم لوی او اوږد دی نو ځایي غر یا سخت غر هم ورته واویو.
بل تعبیر دا هم ترې کېدای شي چې د لویو مهاجرتونو پر وخت کومو خلکو چې له دې لارې وړاندې تلل د سیمې طبعي سرچینې به یې تر پام ښې ورغلې وي، له غره به ورته اوړېدل ورته ستونزمن وو ، همدلته به یې نور د کوچ څخه لاس اخستی وي یا به د دمې لپاره څه وخت پاتې شوي وي چې نسبي یا دایمي به ځایي شوي وي څرنګه چې دا وروستاړی د هندوکش د وروستاړي سره یو شی دی شاید ډېر لرغونې زمانې ته ور وګرځي چې دا نومونه د د نوم د ظاهري جوړښت له مخې ورسره همزولې وي .
ماخذونه:
۱-ټول افغان وېب پاڼه ،لوګر، لوی غر او لوکرنا، دپیړیوپیړیولرغونی او کولتوري ټاټوبی ،عبدالرحمان حبیب زوی .
https://www.tabiat.ir۲-
۳- د پښتو ژبې اړیکې له اریایي ژبو سره د کابل پوهنتون ، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي .
وروستي