حبيبه سرابي: اوس د جمهوريت پلاوي ډېر غړي کابل او د طالبانو پاکستان کې دي؛ دوحې په تګ بيا خبرې پيلوو 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د غوايي)، د جمهوريت د سولې مرکچي پلاوي يوه غړې حبيبه سرابي وايي چې دوحې ته د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو د غړو په بېرته تګ سره بين الافغاني خبرې بيا پيليږي. 

سرابي ويلي دي چې اوس مهال د طالبانو  امارت ډېری غړي اسلام اباد او د جموهوريت پلاوي ډير غړي په کابل کې دي، چې د بېرته سره يې د سولې خبرو پر اجنډا بيا بحثونه شروع کيږي. 

حبيبه سرابي دا هم ويلي دي، چې دا ځلې به د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې به پايله لرونکې وي. 

په دې وروستيو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې ځنډېدلې دي او په څنګ کې د هېواد په څو ولايتونو کې جګړې زور اخېستی دی.