د دولت لوړې شورا نوملړ خپور شوی؟ دې شورا کې څوګ غړېتوب لري؟

روهي (څلورنۍ/۲۹ د غوايي)، د سرچينو د مالوماتو اړوند د دولت عالي شورا کې ۱۸ کسان شتون لري چې له منځ يې څلور ميرمنې دي. دغه نوملړ تر اوسه نه دی رسنيز شوی. 

 ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، میررحمان رحماني، حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، صلاح‌الدین رباني، عطامحمد نور، محمدکریم خلیلي، لګبدین حکمتیار، سید منصور نادري، فضل‌هادي مسلم‌یار، حامد ګیلاني، حبیبه سرابي، زهره مطهری، فوزیه کوفي او فاطمه ګیلاني د دغه شورا غړي دي. 

سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې ګلبدين حکمتيار او صلاح الدين رباني په دغه شورا کې د غړېتوب د منلو په پار پر حکومت ځيني شرطونه اېښي دي. 

همدا ډول د ولسمشر د دوه نېږې کسانو؛ د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې لوی رئيس فضل محمود فضلي د غړېتوب په اړه هم کوښښونه کيږي.