له کرونا او جګړې وراېخوا؛ افغانستان کې د سېلابونو غمېزه 

روهي (نۍ/۱۸ د غوايي)، له تېرو څو اوونيو راهيسې د افغانستان په نېږدې ۲۵ ولايتونو کې اورښتونه شروع شوي دي چې له امله يې زورور سېلابونه راغلي دي. 

د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت وياند رسنيو ته ويلي دي چې تر اوسه په ۲۲ ولايتونو کې ۷۸ کسان مړه شوي، ۳۲ ورک شوي دي او ۳۰ نور په کې ټپيان شوي دي. 

دغه سېلابونه په  هرات، غور، بادغیس، بامیان، دایکنډي، بدخشان، نورستان، فراه، پروان، پنجشیر، تخار، بدخشان، خوست، میدان‌وردک، کابل، کاپیسا، بغلان، سرپل، سمنګان، او ارزګان ولايتونو کې راغلي دي چې د انساني مرګ - ژوبلې ترڅنګ يې مالي تلفات هم اړولې دي.