روهي (نۍ/۱۸ د غوايي)، د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شير محمد عباس ستانکزی وايي چې طالبان په دې تلاش کې نه دي چې د جګړې له لارې افغانستان کې واک ته ورسيږي.
نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره په يوې ان لاين ناسته کې کړې دي. نوموړي زياته کړې، "اسلامي امارت ایتلافي نظام نه غواړي؛ بلکې یوه متمرکز اسلامي نظام ته اړتیا ده. هغه نظام چې په هغه کې هر افغان وګړی حق ولري نه دا چې په څو تنو محدود وي. هغه نظام چې په هغه کې د هر افغان تبعه حقوق تامین وي."
اسلامي امارت ایتلافي نظام نه غواړي؛ بلکې یوه متمرکز اسلامي نظام ته اړتیا ده. هغه نظام چې په هغه کې هر افغان وګړی حق ولري نه دا چې په څو تنو محدود وي. هغه نظام چې په هغه کې د هر افغان تبعه حقوق تامین وي.
له بلې خوا بيا افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته برچي دښته کې د شوې چاودنې مسووليت پر طالبانو اچولی دی او طالبان په اړه يې ويلي دي چې تاوتريخوالی يې زيات کړی. طالبانو هم، بيا د برچي دښتي نننۍ پېښه غندلې او لاس لرل يې په کې رد کړي دي.
ولسمشر غني ويلي، "طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو او تاوتریخوالي زیاتولو سره یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني بحران د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې لپاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي."
وروستي