برچي دښته کې نننيو چاودنو د مرګ - ژوبلې وروستۍ شمېرې؛ د حکومت او طالبانو غبرګون 

روهي (نۍ/۱۸ د غوايي)، کورنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي دي چې د کابل ښار ديارلسمې امنيتي حوزې اړوند برچي دښتې سيمه کې د نننۍ چاودنې له امله ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي. 

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چې لومړی يو کرولا ډوله موټر د سیدالشهدا  نجونو ښوونځي سره نېږدې چاودنه وکړه او بیا دوه نورې چاودنې وشوې. ويل کيږي چې د چاودنو قربانيان د ښوونځي نجونې زده کوونکې دي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ  د دغه بريد مسووليت د طالبانو په غاړه اچولی او له ارګه په خبرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن مازدیګر د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا نجونو ښوونځي په دروازه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره یو شمېر زده کوونکې چې نوي یې درسونه پایته رسولي وو، شهیدانې او ټپیانې کړې."

طالبانو هم دا بريد غندلی دی او خپل لاس لرل يې په کې رد کړي دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر لېکلي دي، "موږ د کابل په دشت برچي سيمه کې نننۍ چاودنې غندو، چې په ملکي خلک ترسره شوې او متأسفانه درانه تلفات يې اړولي دي. داسې کړنې د هغو منحوسو کړيو کار دی چې د کابل ادارې تر وزرو او استخباراتي پوښښ لاندې د داعش په نوم فعاليت کوي.

ويل کيږي چې د مړينې شمېر تر ۳۰ پورته شوي دي. تر اوسه کومې بلې ډلې د نننۍ پېښې مسووليت نه دی منلی.