رخشانه (لنډه کيسه)  

ددروازې د وهلوغږراغئ ،دمامورحیات اوزامنوسترګې دروازې  ته سیخې شوې ، لنډ، منډوکی سړی راننوت، مامورحیات الله د چایو ډکه پیاله کیښوده، له لاسونو ېې پړکا وویسته، سترګې ېې وازې پاتې شوې، اخ ېې کړل:
ـ  دا څنګه !؟ … ده خوسهاررانه رخصت واخیست ، ما ویل اوس به کلی ته هم رسیدلی وي. 
اول ګل چې خوله ېې له خندا چينګه وه ، یوه یوه ته ورغاړې وت ، مامورحیات نږدې ایښی بالښت 
داول ګل شاته کیښود، مخ ېې ورواړاوه ، په ولي ېې لاس ورکيښود:
ـ څنګه بیرته راوګرځیدې ، تا خو رانه رخصت واخیست ؟…. څه شي درنه هیرشوی دی که څنګه؟
اول ګل لکه  په ستونی کې ېې چې مړۍ ونخلي ، لاړې تیرې کړې ، خوله ېې له خندا لاړه اوراغله ، لکه پخپل ځواب چې شرمیږي ، په شرمیدلي اندازېې وویل:
ـ څنګه ېې درته ووایم مامورګله 
دمامورزامنوته ېې ته لاس ونیو:
ـ وریرونه هم ناست دي ، خوله مې ځواب ته هم نه جوړیږي مامورګله…. خوڅنګه ېې کوئ ….چې مسخره مې نه کړې خوشوق دی غولی ….!
مامورحیات ېې خبره ونیوله ، په ملنډوېې وویل: 
ـ دڅه شي شوق بیا رااخیستی ېې ، نه چې دبلې ښځې شوق دې نه وی راپاریدلی ؟
اول ګل په کټ ، کټ وخندل :
ـ نه یاره ما موره ، زه له یوې په عذاب یم ، ته لا بله راباندې تاوانوې .
ماموراو زامنوېې هم په کړس کړس وخندل ، ماموربیا وویل:
ـ نو دڅه شي شوق ؟ 
اول ګل سترګې واړولې راواړولې ، ته واشرمیږي او یا ېې خبره هیره شوه ، وټوخید، غاړه ېې تازه کړه ، مامورته ېې مخ ورواړه ، په خنداېې وویل :
ـ خوګورئ خاندئ به نه راباندې ….رخشانه ….
لکه ژبه چې ېې ونخلي ،خبره ېې په خوله کې وچه شوه خو مامور کلک راونیو، بیا ېې په ملنډو وننګاوه :
ـ وایه ، وایه … رخشانه …. نو رخشانه ښځه نه ده که څه ؟!
اول ګل اوږې پورته ونیوې ، غاړه ېې هسکه کړه ، ځواب ېې ورکړ.
ـ نوما خونه دی ویلي چې واده ورسره کوم …ماموره دخدای بنده…
په جیب ېې لاس وما نډه ، دنصوارو دبلی ېې راوویست ، د مامورکشري زوی ته ېې لاس ونیو :
ـ بچو ته خو هغه تف دانۍ مخې ته راته کیږده 
 مامورتف دانۍ ته پام ورواوښت ، بیا ېې ده ته مخ ورواړاوه ، وی ویل :
ـ نوڅنګه دی رخشانه نن په زړه راووریده ؟
اول ګل دنصواروکپه خولې ته واچوله ، شونډه ېې په غاښو کې ونیوه ، په سختۍ ېې په خندا وویل :
ـ په هډه کې موټرته ختم چې چا وویل ، سبا ېې کنسرت دی .
مامورله لاسو پړک وویست ، سرېې ورنږدې کړ:
ـ ښه ، ښه …نو کنسرت ته ېې ورځې که څنګه ؟ 
اول ګل چې وپوهید ، مامورېې تر هغې نه پریږدي ، چې دزړه حال ېې ټول نه وی ورته ویلی ، تف دانۍ ته ېې بیرته نصوارورتو کړل ، په شونډو ېې ګوتې تیرې کړې ، په خوندېې وویل :
ـ یاره ما ویل ، دنیا فانی ده ، سبا به مړېې …ته راځه یو ځل خو ددې سندرې له نږدې هم واوره . هم به ېې په دیدن موړشې او هم به ېې له سندرو خوند واخلې .
مامورجباروخندل ، په ولي ېې وټپاوه :
ـ او تا هم ورته کلی ته تګ بلې ورځې ته وروستی کړ!
اول ګل بیا وویل:
ـ بس شوق غولی دی ماموره ، څنګه ېې کوئ …په ما ېې غږ خدایی هسې ښه لګیږي .
ماموربیا لاسونه وپړکول ، ولي ېې وخوځیدل: 
ـ اخ … دی ته نو شوق وایی
دده ولي خدایي وخوځیدل ، ته وا اتڼ ته ځان جوړوي ،سرېې وخوځاوه :
ـ هو مامورصاحب ، چې کله دا سندرې وایی ، ته وا پیریان مې ونیسې ، هسې خدایی مې ولي ګډا ته وښوري ، ځکه خو مې تیرکال دژمي پسه وانخیست ، او په هغوپیسو مې راډیو راونیوه، ما ویل راځه دا ژمي بې غوښې او بې ښوروا سپور تیرکړه، خو ځان له دې خوشالۍ مه محروموه. 
دمامورزامنو هم خندل ، د اول ګل خبروخوندورکړي و، ټول ېې خبرو ته داسې غوږ ولکه پخپلو ټولګیو کې چې دتکړه ښوونکي لکچر اوري او یا ته وادکوم ټوکي او مسخره سړي حیرانونکی حرکات څاري ، مشرزوی ېې وویل :
ـ کا کا نو ته خو دریشي چې نه لرې ، 
اول ګل مامورته سترګې ونیوې ، دهغه په اوږه ېې لاس کیښود:
ـ دپلاردریشي خو دې شته ، خو یوې ورځې ته به ېې راکړې کنه وراره ګله 
دمامورسترګې وځلیدې ، ده ته ېې په ځیر وکتل ، بیا ېې ځانته نظر واچاوه ، پخپلې راوتلې ګیډې ېې لاس کیښود:
ـ زما دریشي کله په تا جوړیږي ، و دخدای ساده 
اول ګل اخوا دیخوا سترګې واړولې ، دکوټې په برکنج کې ایښې رسۍ ته ېې لاس ونیو:
ـ نو څه، په رسۍ به ېې تنګه کړم.
مامورله ځا یه راپورته شو، دی هم له اوږې ونیو، راپاورته ېې کړ، دواړه سره ودریدل، وی ویل :
ـ اوږدوالی به ېې څنګه کړې ؟ زه دوه متره او ته چې یونیم مترېې د خدای ساده !
مامورلکه دمخه چې ېې په هرڅه فکرکړي وی په لنډوورغبرګه کړه:
ـ  خو رابډبه ېې وهم ، دا نو کومه خبره ده ؟!
دواړه بیرته کښیناستل ، بالښت ته ېې ډډې ووهلې ، مامورچې پوه شو اول ګل کنسرت ته خامخا ځي ، وی ویل :
ـ یعنې خامخا به ېې اغوندې ؟
اول ګل سروخوځاوه :
ـ نو خود….اوس به څه دیوې ورځې لپاره په ښارکې نوی دریشي رانیسم. 
اول ګل خبره ودروله ، لکه نوی خبره ېې چې ېې زړه کې وروګرځي . دمامورزامنوته ېې سترګې ونیوې ، ما مورته ېې مخ ورواړاوه :
ـ ددې وریرو دکوم یو نه رااغوندې ؟ 
دده کشری زوی ته ېې لاس ونیو:
ـ ددغه وراره چې زما غوندې ټیټ دی. دهغه راکړه.
مامورجبارزوی ته وروکتل، سرېې وخوځاوه ،امرېې وکړ: 
ـ هو رښتیا، ځه کاکا ته دې دریشي راوړه، چې په ځان کې وګوري.
زوی ېې لکه عسکرله ځایه پا څید، په درنګ شیبه کې ېې دریشي دده مخې ته کیښوده .مامورجباردریشي څنک ته کړه ، ده ته ېې لکه ملا په نصیحت پیل وکړ:
ـ ګوره اول ګله ، غریب سړی ېې ، که یو ځل دې دا دکنسرتو شوق په سرکې کښیناست ، بیا پرې روږدی کیږې ، نن دې د رخشانې شوق په سرکې راوټوکید ، سبا د قمرګلې او بل سبا د ګلشن ….
اول ګل ولی وښورول ، ته وا دا نشه  ېې له پخوا سرته ختلې ده ،خبره ېې ورپرې کړه :
ـ دسندروشوقي خوله ډیره پخوا یم او داد ښځوغږونه خوبیا بیله نشه او خوندلری. 
غوږونه ېې لاسونوکې ونیول:
ـ توبه خدایه ، توبه …. ولاکه مې دلمانځه صورتونه دومره ښه یاد وی لکه ددې ښځې سندرې 
له دې سره ټولو په کړس کړس وخندل ، خودی نه وبیرید او نه وشرمید:
ـ تاسې خاندئ ، چې یو ځل دا شوق خپل کړئ بیا پوهیږئ،
مامورته ېې راڼه وروکتل : 
ـ نوته وا څه وکړم ؟
ما موروخندل :
بس چې داسې ده او له خپل شوق نه راګرځې ، زه وایم څه به هرکنسرت ته له دې وروسته له موږ دریشي غواړې !
اول ګل سترګې بقې راووتې :
ـ نو څه وکړم 
مامورورلنډه کړه:
ـ یوه راونیسه 
ده ېې لاس راونیو:
ـ ولاکه دې بده ویلي وي ، بس نن ددې وراره راواغونده ، بل ځل چې راغلم ، خپله به راسره ته یا کوم وراره واخلئ . 
په دې سره ټولې کورنۍ په کټ ،کټ وخندل