ستنې شوې شیبې

دخپلې ناستي له څوکى پاڅيږم،  دکوټي کړکۍ پرانيزم ،  بهروگورم،  وينم  چې دلمر تودي وړانگي لکه تود طلايي څادر په ټول ماحول پلنې دي،  نری باد هم وزرې پرانيزي،  په ټولوشيانو  لاس را کږي،  دباد له نرمو څپو نه دونواو بوټوله ښوریدا يوه  نرمه خوبولي موسيقي   اوريدله کيږي،  کړکي نوره هم پراخوم.  په لوي سړک کې  ډله ډله ځلمي اوپيغلي  روان دي،  زلمي هلکان دسترگو څر کوي  نجوني خپل اوربلونه غورځوي،  بي پروا روان دي.
 
 له کړکۍ دکوټې منځته بیرته راګرځم،  دکتابونوالمارۍ ته مخامخ دریږم،  غواړم کتاب ولولم،  دکتاب په غوراوي فکرکوم.  نه پوهیږم ولې مې له تاریخ پرته پیړواوڅوټوکیزه کتابونولوستلو  ته زړه تنګیږي.  عجیبه ده نن مې دمارسل پروست (دورک شوی زمان په لټه ) ته پام وراوړي.  لومړی ټوک ېې راواخلم،  لوستل پیل کړم،  څوپاڼې مې لالوستې نه وي چې خوب راباندې غلبه وکړي اوکه چرت کې لاړشم. لکه لوی بم چې وچوي،  ناببره ګړزشي، سترګې پرانیزم،  له خوب اوکه له چرت نه رابهرشم،  چارچاپیره وګورم،  خونه تیارې نیولي وي.  ودریږم،  دکوټې له منځه آسمان ته وګورم،  آسمان هم تیاره اولړونیولی وي.  هک پک شم،  له ویرې مې خوله وازه پاتې شي.  وریږدم،  له ځانه سره ووایم:
ـ داڅنګه ؟…دومره زرشپه شوې ده!
 
کتاب په لاس کې ونیسم:
ـ ما خوټولې درې پاڼې هم نه دی لوستي،  دومره لویه ورځ څنګه په منډه تیره شوه؟ روښنايي څنګه په ځغاسته  په  تور تورتم اوتیاره واوښته؟ ورځې څنګه دسترګوپه رپ کې شپې ته لارورکړه؟ فکرنه کوم خوب اویا چرت به مې نیمه ګړۍ هم نیولي وي!
 
له ځان سره کرم ریبم،  سودا راولویدلې ده،  دې معجزې ته ګوته پرغاښ یم،  څنګه زردومره له ځانه پردی شوی یم؟ له ځانه پوښتم:
 
ـ څوبجې دي؟ زه خوپه ورځ کې چیرې هم دومره نه یم بیده شوی او نه مې هم دومره اوږد چرت کله وهلی دی.  کله چې مې دکتاب لوستل پيلول ټکنده غرمه او یوه بجه وه.  
 
سترګې ومږم،  بیا دباندې وګورم :
ـ داخو تکه توره تیاره او نیمه شپه ده.  ستوري نه ښکاري،  آسمان لړوپوښلی دی.  
په دیوال کې راځوړندساعت ته سترګې ونیسم،  خوله مې وازه پاتې شي،  سترګې مې ټیغې راووځي،  ستنه ولاړه ده،  ټکهار ېې نه خيږي،  ورنږدې شم،  سروروړاندې کړم،  نورهم ورته ځیرشم،  سودامې لازیاته شي،  ځکه دساعت ستنه نه یوازې داچې ځای پرځای ولاړه ده،  ګړۍ هم شاته تللې ده،  عجیبه ده،  نه پوهیږم،  سربداله شم،  اندیښنې مې واخلي،  بیا له ځانه وپوښتم:
ـ ایا زمان شاته هم ځي؟ څنګه شونی ده چې نا ببره او دسترګوپه رپ کې دې ورځ په شپه واوړي؟ 
دساعت په بطرۍ فکروکړم،  زررایاد شي :
ـ هغه خو مې همدا نن سهارراونیوه،  خوڅوک پوهیږي که دوکاندارزړه بطرۍ راباندې پلورلي وي ؟
دوکاندارمې مخې ته راشین شي:
ـ نه هغه په هغه سپينه ږیره کله ناچله شیان پلورلی شي؟
له ځانه وپوښتم:
ـ له کومه ځا یه وپوهیږم چې څوبجې دی؟ ما چې کتاب لوست ،  میرمن مې دتلویزیون په ننداره وه،  زوی مې هم په کمپیوټرکې دکوچنیانولوبې لیدلې.  لور مي هم دنانځکو په لوبو بوخته وه،  سپينه پيشو،  د څوکۍ په څنگ کي دمچانو  او جولاگگ تارونو او حرکت ته ځير وه،  غوږونه څک ونیسم،  دټلویزیون غږ نه راځي،  دزوی چیغې اوخنداهم چې دلوبوپروخت ېې وهي نه اورم.  دلیونی او سودایي په څیرپه لوړغږمیرمن ته غږ کړم:
ـ پلوشې 
هیڅ غږوانه ورم 
زوی ته چیغه کړم:
ـ انوره.
 
شک راولويږي،  تیاره ده،  خوشپه نه ده،  که شپه وای څنګه مې میرمن دخوب کوټې ته په دې نیمه شپه کې نه ده راستنه شوې؟
هیڅ غبرګون ونه وینم،  اندیښنه راولویږي،  سپک راپاڅم،  کتاب پخپل حال پرانیستی پریږدم،  دناستي خونې ته چابک ورننووځم،  میرمن مې په کوچ کې پرته ده،  تلویزیون چالان دی خوددې سترګې پټې دی.  خنداراشي،  په ولي ېې لاس کیږدم،  لکه ساه ېې چې وتلي وي،  هیڅ ونه ښوري.  په تندي مې مړې خولې راماتې شي،  واروپارمې خطا شي،  له غوسې چیغه کړم:
ـ پلوشې،  پلوشې،  پلوشې….
 
بیاېې واړوم راواړوم،  لاهم بې هوښه اوبیده وي،  بلاپوښتنې مې سرکې راوټوکیږي،  شک راولویږي:
ـ نه چې له ما ېې په پټه هغه اپین نه وی خوړلی چې زه ېې کله د وچ ټوخي لپاره کاروم.
 
زرپخلنځي ته لاړشم،  اپین پخپل ځای او نه وی کنډوشوی،  بیرته راوګرځم،  ډزوغپ بیا واچوم،  پخپل ټول توان پرته له دې چې دګاونډیانو دخوب پروا او خیال وساتم،  چیغې جوړې کړم:
ـ پلوشې،  پلوشې،  پلوشې ……..
 
خومیرمن مې لکه یخ لرګی پرته وی،  سترګې ېې نه ښوري،  ناببره کلمه تیره کړم:
ـ لااله الاالله محمدالرسول لله
پرته له دې چې وپوهیږم مړه ده که ژوندۍ،  په چیغو، چیغو وژاړم. خوزرمې دهغې دلاس رګونوته ورپام شي،  لکه داکترچې یم،  دلاس په رګونوېې ګوتې کیږدم، غوږونیسم،  ټکان ېې واورم،  سینې ته ېې هم سرورټیټ کړم،  دزړه درزااوخرهاري ېې هم واورم.  حواس مې بیرته راټول شي.  ډاډحاصل کړم چې ژوندۍ ده،  شکروکاږم.  دزوی خونې ته سرورننباسم،  زوی مې کمپیوترلګولی پریښی،  موږک ېې په لاس کې ټینګ نیولی دی،  دمورپه څیردی هم په درانه خوب ویده دی،  سرېې دیخوا،  اخوا واړوم راواړوم،  هیڅ غبرګون ونه ګورم،  چیغه کړم:
ـ انوره،  انوره،  انوره …..
سرېې سینې پورې ونښلوم،  دزړه ټکان ېې واورم،  دمرګ اندیښنه ېې له مغزووکاږم،  ځان بیرته راټول کړم.  پخپل حال ېې همداسې بیده پریږدم.  کوچنۍ لورته هم وروګرځم،  هغه هم په خواږه خوب بیده ده،  ګوډۍ ېې څنګ ته ایښې ده،   په سرېې لاس راکاږم،  په ستوني ېې ګوتې کیږدم،  ټکان ېې واورم.  زړه مې له دې هم راټول شي.  ښه شیبه ېې خوا کې ودریږم.  سودا مې نوره هم پسې واخلي،  ناببره دباندې. 
 
راووځم،  په دهلیزکې لکه لیونی په چیغوسرشم که کوم ګاونډی راووځي.  خولکه ټول چې زما دمیرمن زوی او لورپه څیرپه درانده خوب بیده اوسي،  له هیچا غږوغوږوانه وریدل شي.  زرلاندې پوړته ښکته شم.  د لوېې څوپیړیزې ودانۍ له لوېې دروازې کوڅې ته راووځم.  کوڅه له خلکوډکه وي.  خوعجیبه ده خلک ټول په ولاړه خوب وړي دي او لکه مړي له ځایه نه ښوري،  او هغوی څوتنه چې روان دی،  سرونه ېې شاته اوښتي دي،  مخ په شا روان دي.  په تن مې لړزه ګډه شي،  ویره مې واخلي،  داسې یم لکه په لویه هدیره کې چې يوازې روان یم.  له پښومې ساه ووځي،  په وجودمې ته وا سرې تبئ ونیوم ساړه ننوځي.  په چیغو، چیغو وژاړم ـ خوپوهیږم چې په لاراو کوروکې شته وکړي ټول په درانه خوب بیده دي.  او هغوي چې مخ په شاه روان دی اوسرونه ېې شاته تاوشوي،  کاڼه دي،  هیڅ خبره نه اوري.  
 
بیرته راوګرځم،  دمیرمن خونې ته اوبیا زوی ته سربیا ورښکاره کړم.  دوي لاهم له ځایه نه ښوري،  بيا دخوب خونې ته راوګرځم،  دیوالي ګړۍ ته وګورم،  دساعت ستنه لا هم نه ښوري او ځای پرځای ولاړه ده.  زمان دریدلی دی.  کړکۍ ته راشم،  سردباندې وباسم،  پاس آسمان ته وګورم که دکوم ستوری درڼا څرک راڅرګندشي،  خو آسمان هماغه شان تیاره او لړونیولی دی.
 
له کړکۍ راوګرځم،  په کورکې دشپې دوربین په لټه شم،  وی موم،  کړکۍ ته ودریږم،  سترګو ته ېې ونیسم،  لیرې پورې غاړه په لویه هدیره کې څوک نه ښکاري ــ خو هدیره پراخه او نوی بې شمیره قبرونه کیندل شوي وي او ټول تازه مړوته اشیبې شماري.  خوامې راوګرځي،  مخ مې لکه مچۍ ېې چې وچیچي،  سورراواوړي،  وپړسیږي.  زرتشناب ته منډه کړم.  مخ ته شړپ یخې اوبه واچوم،  بیرته راوګرځم،  هندارې ته ودریږم،  هک پک شم،  ځان ونه پیژنم لکه زه چې نه یم،  دمخ غوښه مې توږلې وي،  دسترګوکسی مې ننوتي وي. رنګ مې سپین رااوښتي وي.  داسې یم لکه پخپلوسترګوچې خپل مړی وینم.  غواړم دمیرمنې خوا ته ورشم خوچې ګورم پښې مې بوډۍ ونیوې،  له پښومې ساه ووته،  غږمې په ستوني کې وچ شو،  په سترګومې تیاره ده،  نږدې ده چې ړوندشم،  په غوږونوکې مې هم بنګاری جوړشي،  ځمکه راباندې وڅرخي،  ځای پرځای کښینم،  او ډیرزردهغوقطارته ورګډشم چې په ژوندوني مړه دي.
 
دکړکئ لاندي دسرک په سر  يو دروند اواز واورم،  ټکان وخورم  ځانته مي فکر شي دفکر تنابونه مي يو دم وشليږي.  بيا سړک او لارويو ته زير شم.  لاروي هماغه شان روان دي،  خو دهغو تگ هم داسې دی لکه په يو ځای  چې ولاړ وي.  دباد څپه ورو ورو بوټو  اوونو ته ناز ورکوي،  زه بيرته له کړکى را ليري کيږم  اوخپلې څوکي ته را ځم.