د نعمت روان ژوند ته لنډه کتنه؛ دی څوګ وو او کندهار کې يې څه کول؟ 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د غوايي)، د طلوع نيوز د سياسي خپرونو او نيمې ورځې پروګرام پخوانی وړاندې کوونکی نعمت روان نن ورځ ووژل شو. نعمت روان تازه د ژورنالېزم ډګر خوشی کړی وو او په ماليې وزارت کې د رسنيو يا مطبوعاتو امر ټاکل شوی وو. د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي نعمت روان د کندهار ښار ۱۴ حوزه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.

نعمت روان څو ورځې وړاندې پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي وو، چې يو څو روژه ماتي په کندهار کې وکړي. دی د زابل وو. د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال د نوموړي د مړينې پخلی کړی. دوا خان مينه پال د نعمت روان د کاکا زوی دی. مينه پال رسنيو ته ويلي دي چې نعمت روان د خپلې تحصيلي سندونو په پار کندهار ته تللی وو. نعمت روان واده کړی وو او يو درې کلن زوی ترې پاتې شوی دی. 

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال د نعمت روان وژنې مسووليت د طالبانو په غاړه اچولی دی، خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. پر ټولنيزو رسنيو د نعمت روان وژنې سخت غبرګونونه راپورته کړې دي او خلکو پرې ژورې خواشينۍ ښوودلې دي. 

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د نعمت روان وژنه غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي: "ښاغلی روان داسې مهال وژل شوی چې کندهار کې یو شمېر خبریالانو ویلي له امنیتي سرچینو یې مالومات ترلاسه کړي چې ځینې ژورنالیستان د وسله والو ډلو له اړخه له جدي ګواښ سره مخامخ دي."