د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې سخت سېلابونه؛ د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د غوايي)، د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سخت سېلابونه راغلي دي، چې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. د مالوماتو پر بنسټ سېلابونه ۲۵ ولايتونو کې راوتل چې تر اوسه يې ۵۶ کسان په کې وژل شوي دي. 

د بېړنيو پېښو سره د لاس رسي چارو کې د دولت وزارت رسنيو ته ويلي دي چې د بارانونو يوه سخته څپه د غوايي مياشتې له ۱۳مې نېټې پيل شوې ده، چې تر نن ورځې سهار پوري يې دوام درلود. 

د ياد وزارت وياند احمدتمیم عظیمي ويلي دي چې تر اوسه په دې سېلابونو کې ۵۶ تنه مړه شوي، ۳۰ ورک دي او ۲۵ نور په کې ټپيان شوي دي. دغه ولايتونه په هرات، غور، بدخشان، پنجشیر، بامیان، دایکنډي، بادغیس، تخار، میدان‌وردک، خوست، فراه، ارزګان سمنګان، سرپل او بغلان ولايتونو کې راوتلي دي.