الجزيره: افغانستان کې سوله شونې او کېدونې ده 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د غوايي)، الجزيرې رسنۍ د افغانستان د روان وضعيتو سولې بهير او لله اافغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه يوه مقاله خپره کړې  او دغه مقاله کې لېکوال دې ته خوشبينه دی، چې اوس مهال افغانستان کې د سولې ښه فرصت دی او سوله په کې شونې ده. 

د الجزيرې په دغه مقالې کې لېکل شوي دي چې له ۱۹۷۹، چې کله شوروي ځواکونه افغانستان ته لاړ او بيا تر نن ورځې پوري داسې فرصت د سولې لپاره افغانانو ته په لاس نه وو ورغلی. 

 حکومت او طالبانو د جګړې په اړه ويل شوي دي چې حکومت له پنځوس سلنه پر ډېرې خاورې د حاکميت وايي او د طالباانو په اړه ويل شوي دي چې پر پنځلس سلنه خاوره بشپړ حاکميت لري (د طالبانو ادعا بيا دې برخه کې لوړه ده) نو دوی ته د جګړې له لارې د يو او بل چپه کول او ځپل سخت دي او يوازې په اوسني فرصت کې د خبرو له لارې جل ته سرسه رسېدلی دی. 

دغه مقاله کې  ويل شوي دي چې د طالب جنګياليو شمېر له پنځوس بيا تر شپيته زره تنو اټکل شوی دی، دا شمېر د افغان ځواکونو څخه نېږدې پنځه ځلې کم دی، خو بيا هم د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت په شتون کې طالبان له منځه نه لاړ او نه هم طالبان په دې بریالي شول چې حکومت سقوط کړي. 

دغه مقالې وړاندې له سولې وروسته د يو پرمختللی افغانستان لېکلي دي. د لېکوال د مالوماتو اړوند افغانستان پراخه طعبيي زيرمې لري چې تر اوسه د جګړو له امله ترې ګټې نه دي اخېستل شوي او همدا ډول د افغانستان پروت والی مهم دی چې د ټاپي پروژې په ډول پروژې په کې د سيمې هېوادونه سره نښلوي، نو که افغانستان کې سوله راشي لا زیات فرصتونه به رامنځ ته شي. 

د الجزیرې په نشر شوې لېکنه کې د افغانستان د سولې لپاره هيلې او ناهيلې په دې پوري اړوند شوي دي، چې يو ځل امريکايي او ناټو ځواکونه ټول له افغانستانه وځي نو بيا به دا څرګنده شي چې په خپله افغانان له رامنځ ته شوي فرصتونو څه ډول ګټه اخلي.