پر حکومت د ولسي جرګې توندې نيوکې؛ ځيني وکيلان د مسعود اندرابي لېرې کېدنې او حيات الله حيات ټاکنې سره مخالفت ښيي

پر حکومت د ولسي جرګې توندې نيوکې؛ ځيني وکيلان د مسعود اندرابي لېرې کېدنې او حيات الله حيات ټاکنې سره مخالفت ښييروهي (درې نۍ/۱۴ د غوايي)، د ولسي جرګې يو شمېر غړو نن ورځ پر حکومت پر دې پار نيوکې کړې دي چې د جګړې په شدت سره يې د کورنيو چارو وزارت چارې چارسمبال وزير ته سپارلي دي. 

ځيني وکيلان وايي چې ولسمشر غني په دې نوم مسعود اندرابي له دندې ګوښه کړ، چې ګواکي کورنيو چارو وزارت کې سمونونه رامنځ ته کوي، خو تر اوسه هېڅ سمون نه دی تر سترګو شوی او روانه جګړې کې پوليس قربانيږي. 

وکيلانو له ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتي دي چې ژر دې کورنيو چارو وزارت لپاره نوماند ولسي جرګې ته د باور رايې لپاره ور وپېژني. 

د يادونې ده چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د تېرې روژې مياشتې د سياسي هوکړې اړوند کورنيو چارو وزارت د عبدالله عبدالله ونډه رسېدلې وه او نوموړي هم د مسعود اندرابي ګوښه کېدو ته غبرګون ښوودلی وو.