ولسمشر غني طالبانو ته: راشئ، ‌راښکاره شئ، چې سوله وکړو 

روهي (درې نۍ/۱۴ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ "د سل ورځې سل زېري" پروګرام د پوهنې اونۍ په پرانیستغونډه کې وينا کړې، د سولې، بهرينو ځواکونو وتلو او يو شمېر نورو مسايلو باندې غږېدلی دی. 

ولسمشر د خپلو خبرو په يوې برخه کې د سولې په اړه ويلي دي، "ټولې پلمې ختمې شوې دي، په ښه توګه موږ د دې زمینه برابره کړې چې نړیوالې قواوې په خیر له هېواده ووځي، ستاسې کومه پلمه پاتې ده، دوی په ارامه ځي، موږ پر خپلو پښو درېدلي یو، دا هېواد لومړی د خدای دویم د افغانستان د ملت دی، ‌که هرڅوک د بل چا نوکري کوي نو له دې نوکرۍ دې ووځي، که د بل چا په امر دلته بربادي کوي دا ملت یې په مقابل کې درېږي".

ولسمشر پر طالبانو غږ کړی، "طالبانو ستاسې مشر چېرې دی،‌ چېرې پټ یې، راشئ ‌ښکاره شئ. هو موږ سوله غواړو شاته نه ځو، سوله بنیادي حق دی چې ټول حقونه پرې ولاړ دي، خو پوه شئ چې د نړیوالو قواوو تر وتلو وروسته ملي تصمایم دولت او افغان ولس نیسي، موږ د تصمیم منبع یو او موږ به پرېکړې کوو، دا ولس خیر،‌ روغه او سوله غواړي، که نور یې نه غواړي موږ هرڅه ته چمتووالی لرو".

ولسمشر غني د سولې مسايلو وراېخوا يو شمېر هغه ادارو ته هم ګوتڅنډنه کړي، چې د پراختيايي بوديجې په لګښت کې پاتې راځي. نوموړي ويلي، "دا دي  منلو کار نه دی، که هره اداره خپله کلنۍ بودیجه ونه شي لګولی، پیسې به یې اخیستل کېږي او بلې ادارې ته به ورکول کېږي. یوازې دوو ادارو یو اعشاریه شپږ میلیارد ډالر بند ساتلي دي".