زورورو سېلابونو هرات کې ۱۴ کسان مړه کړي



روهي (درې نۍ/۱۴ د غوايي)، د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله ۱۴ تنه وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، دغه سېلابونه د ادرسکن ولسوالۍ په روخې سیمه کې د سختو ورښتونو له امله راغلي.

هغه زیاته کړې، د پېښې قربانیان د ۴ماشومانو په ګډون یوه ښځه او پنځه نارینه دي او د څلورو نورو قربانیانو هویت لا روښانه نه‌دی. د هغه په وینا، په دغو سېلابونو کې په سلګونه څاروي او په سلګونه جریبه کرنېزه ځمکه هم له منځه تللې.

له بلې خوا  له بادغيس ولايته هم راپورونه وايي چې تېرې دوه ورځې ډېر اورښتونه شوي چې د راغلو سيلابونو له امله يې خلک ته مالي او ځاني زيانونه رسېدلي دي. 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ