سرچينې: که چېرې د طالبانو او امريکا ترمنځ يوه هوکړه وشي، نو طالبان به تاوتريخوالی راکم، د سولې  خبرې به بيا پيل او د استانبول ناسته کې به ګډون وکړي

روهي (دوه نۍ/۱۳ د غوايي)، يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې طلمی خليلزاد او  د طالبانو استازي له سپټمبر مياشتې وړاندې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مسالې خبرې کوي. 

د سرچينې د مالوماتو پر بنسټ طالب استازي او خليلزاد په دې غږيږي چې له سپټمبر وړاندې د جولالی مياشتې تر لومړيو ټول امريکايي او نور بهرني پوځيان له افغانستان ووځي. 

که چېرې طالبان او خليلزاد دې هوکړې ته سره ورسيږي نو ويل شوي دي چې  طالبان به تاوتريخوالی راکم، د سولې  خبرې به بيا پيل او د استانبول ناسته کې به ګډون وکړي. 

وروسته له هغې چې امريکا د مې مياشتې له لومړۍ نېټې د خپلو ځواکونو اېستل سپټمبر مياشتې ته وغځول، طالبانو هم جګړه تېزه کړې  ده. 

د افغانستان د روانې جګړې او سولې بهير په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن کابل ته راغلی د ولسمشر غني په شمول يې له يو شمېر حکومتي او جهادي مشرانو سره کتلي دي.