سپينه ماڼۍ کې له خپلو سپيانو سره د ولسمشر جوبايډن جنجال 

روهي (دوه نۍ/۱۳ د غوايي)، يو شمېر لوېديځو رسنيو لېکلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن له سپينې ماڼۍ د خپلو دوه سپيو د اېستلو امر کړی دی. دغه سپيان له تېرو ۱۲ او ۴ کالونو راهيسې له بايدڼ سره دی. 

د دغه دوه سپيان چې د  ولسمشر جوبايډن ځانګړي ملکري شمېرل کيږي، میجر او چمپ نومونه لري. جوبايدڼ وروسته له هغې له سپينې ماڼۍ د خپلو  سپيانو د اېستلو وويل، چې يو سپي دسپينې ماڼۍ پر يو امنيتي ساتونکي بريد وکړ. 

د ميجر په نوم يو سپي د ولسمشر جوبايډن يو امنيتي کس چيچلی او کس ټپي شوی دی. رسنيو دا نه دي لېکلي چې سپي امنيتي ساتونکی ډېر او که کم ټپي کړی دی. 

د امريکا يو شمېر ولسمشران د خپلې واکمنۍ په دورې کې په سپينې ماڼۍ کې له ځانونو سره سپيان هم ساتي، خو پخواني ولسمشر ټرمپ هېڅ ډول کورنی ژوی له ځان سره سپينې ماڼۍ ته نه وو وړی.