امريکايي ځواکونو هلمند کې (انتونیک) پوځي اډه ۲۱۵ ميوند قول اردو ته وسپارله 

روهي (يوه نۍ/۱۲ د غوايي)، د هېواد په سويل کې افغان ځواکونه وايي چې امريکايي ځواکونو هلمند کې د  انتونیک په پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپارلې ده. 

۲۱۵ ميوند قول اردو ویلي دي چې د دغه پوځي مرکز نوم به همدا  انتونیک وي او هلته به د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې مرکز جوړ شوي. امريکايي ځواکونو يو شمېر پوځي وسايل هم دغه پوځي اډه کې افغان پوځيان ته پرې اېښي دي. 

د مې مياشتې لومړۍ نېتې څخه له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو رسمي بهير پيل شوی دی او ويل شوی دي چې ښايي د سپټمبر مياشتې له يوولسمي وړاندې د جولای مياشتې تر څلورمې نيټې پوري دغه بهير بشړ شي.