عبدالله: سوله کې د طالبانو په نيت شک لرم

روهي (يوه نۍ/۱۲ د غوايي)، د حکومت د صالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له اسوشېيټيډ پرېس خبري رسني سره په خبرو کې ويلي دي، چې د سولې به تړاو د طالبانو په نيت شک لري. 

نوموړي ويلي دي چې که څه هم د سولې په تړاو د طالبانو په نيت شک لري خو بيا هم د ستونزې يوازينی حل خبرې او سياسي لار ده. عبدالله ويلي دي چې طالبان چې هره غوښتنه ولري، بايد د خبرو پر مېز يې واچوي او د خبرو له لارې سره حل شي. 

نوموړي اسوشېيټيډ پرېس ته دا هم ويلي دي چې طالبانو ده سره د لېکنې او خبرو له لارې اړیکې نه نېولي دي او د سولې برخه کې د شخصي خبرو غوښتنه ورڅخه کړي. 

نوموړي د خپلو  خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې د حکومت مشرتابه بايد سره يو وسي او په دې ډول سره کولی شي ارزښتونه وساتي.