د جنبش ګوند غړی او پخوانی جهادي قومندان طالبانو سره مخامخ جګړې کې وژل شوی 

روهي (يوه نۍ/۱۲ د غوايي)، د تخار ولايتي مسوولين وايي چې د پیرم قل ضیایي په نوم يو پخوانی جهادی قومندان طالبانو سره مخامخ جګړې کې وژل شوی دی. 

د تخار د پوليسو وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي دي،  چې پیرم قل ضیایي د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو مشري کوله او نن سهار طالبانو سره جګړې کې ووژل شو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

د يادونې وړ ده چې پیرم قل ضیایي نومی قومندان پخوانی جهادي قومندان وو او اوس مهال يې د جنبش ګوند د غړېتوب ترڅنګ تخار کې د ولسي پاڅون کوونکو قومنداني کوله.